تلوېزیون زموږ پر ماشومومانو څومره اغېز کوي؟

لیکنه: ضمیر ساپی

تېره شپه مې شاوخوا درې کلنې ورېرې د ماشومانو په یوه کتاب کې یو انځور ولېده چې د یوه کارټون په مخکې د کلیزې کېک ایښی وي. ماشومه د دې کېک په لېدو سره ژر د خپلې مور خواته ورغله او غوښتنه یې ترې وکړه چې د کلیزې کېک ورته راوباسي.

مور یې خبره عادي ونیوله، خو ماشومه ورپسې کلکه شوه ورته وايي، دا خوندور کېک باید حتماً له انځوره ورته راوباسي.

له یوې شېبې تېرېدو وروسته ماشومې بیا فکر وکړ چې کېک څه ډول تر لاسه کړي، بیا یې خپلې مور ته وویل چې کېک ورته له انځور څخه د جادو په مرسته راوباسي.

په پیل کې موږ ټولو فکر وکړ چې ماشومه ټوکې کوي، خو هغه لا ډېره جدي شوه او خبره ان ژړا هم ورسېده. د کېک د تر لاسه کولو لپاره د خپل پلار څنګ ته لاړه او همداسې غوښتنه یې ترې وکړه. بیا زما خوا ته راغله او په ټینګار سره یې را څخه غوښتنه وکړه چې کېک ورته له انځور څخه راوباسم، خو موږ ورته ډاډ ورکاوه چې سبا به درته همداسې بل کېک راوړو، خو ماشومې ویل، نه همدا خوندور کېک غواړم.

ماشومې چې له ډېرې مودې راهیسې د کورنۍ له نورو غړیو سره یو ځای په لمر ټلوېزیون کې د علادین په نوم له جادو ډک سریال څارلی و، بیا یې له ما غوښتنه وکړه چې زما په څنګ کې پر خټین جک لکه د جادو په څېر لاس تېر کړم او کېک ورته راوباسم، ما ډاډ ورکړ چې دا کار امکان نه‌لري، خو هغې پر خپلو سترګو او لېدل شوي جادو باور لاره.

دا حالت چې مې ولېده بیا مې په ذهن کې تېره شوه چې د ټلوېزیون لېدل زموږ پر ماشومانو څومره ژوره اغېزه کوي. ماشومه ملامته نه وه، ځکه هغې په علادین سیریال کې لاټین لېدلی و چې علادین به پرې لاس راکش کړ، پیری به ترې راووته، بیا چې هر څه به یې غوښتل، تر لاسه کولای یې شول او د ماشومې هم همداسې عقیده جوړه شوې وه چې که په حقیقې ژوند کې هم یو څه وغواړې په جادو یې تر لاسه کېدای شي.

نو درنو کورنیو ته مې په کلکه سپارښتنه دا ده چې په کور کې پر ټلوېزیون داسې خپرونې او برنامې وګورئ چې له جنګ، جګړې، تاوتریخوالي، فحشا او په ټوله کې له کرکې او نفرت پاکې وي، ځکه ډېره جدي مسئله ده او دا هر څه د ماشومانو پر ذهن او راتلونکي ژوند خورا زیاته اغېزه پرې باسي.

ښايي په هېواد کې مو د جګړې د اوږدېدو یو لامل هم همدا وي چې پر ټولیزو رسنیو په تېره ټلوېزیونو کې مو داسې څه خپرېږي چې تر ډېره یې منځپانګه په جګړې او تاوتریخوالي ورټوله وي او تاثیرات یې هم زموږ نوي نسل ته خپل په خپله سرایت کوي.

په امریکا کې د مېشېګن پوهنتون موندنې هم په ډاګه کوي، د ټلوېزیون ډېر کتل ماشومان په ښوونځیو کې له ښو نمبرونو اخېستلو محروموي، د خوب ستونزې ورته پیدا کېدو او د دې تر څنګ یې په چلند کې تغیرات راولي او د چاغوالي سبب هم ګرځي.

څېړوونکي په دې اند دي چې د ماشومانو ډېری پروګرامونه هغه څه نه خپروي چې د دوی والدین یې غواړي خپلو ماشومانو ته یې وښيي او زیاتوي چې د ماشومانو پروګرامونه ځینې وخت له کرکې‌ ډک او د ستونزو حل هم په‌کې د تاوتریخوالي په بڼه ښودل شوي وي چې دا چاره تر ډېره په کارټون کې وي.

که څه هم ټلوېزیون کتل ماشومانو ته د ساعتیري تر څنګ زده‌کړې ښيي، نوې نړۍ ته یې داخلوي، فرصت ورته برابروي چې خپل نړۍ ته خیالي سفر وکړي، د نورو کلتورونو په اړه ترې څه زده‌کړي او په ټوله کې ترې هغه نوښتونه زده‌ زده‌کوي چې په خپله ټولنه کې یې نه‌شي زده‌کولای، خو د دې تر څنګ منفي ټکي هم لري، ځکه ماشومان له ټلوېزیون هغه څه زده‌کوي چې مور او پلار یې نه غواړي ماشوم یې په کم عمر کې پرې پوه شي.

ټلوېزیون د ماشومانو پر روغتیا، له نورو سره په چلند او کورني ژوند هم ژوره اغېزه پرې باسي، ځکه دوی د نورو فعالیتونو لکه کتاب لوستل، بهر له نورو ماشومانو سره ساعتیري او ورزش کولو څخه باسي چې دا چاره یې په حقیقي ژوند هم تاثیر کوي او ځینې مهارتونه چې دوی یې باید په لوی عمر کې زده ولري، محروموي.

د دې تر څنګ ماشومان پر ټلوېزیون هغه ډول سوداګریز اعلانات ګوري چې هغوی ته یې عملي کېدل څه چې په دې عمر کې یې په اړه مالومات ورکول هم اړتیا نه‌شته او روغتیاپالان هم په دې اند دي چې زیات ټلوېزیون کتل د مطالعي وخت نیسي. مطالعه چې زیات فکر کولو ته اړتیا لري، د مغز د ودې سبب ګرځي، خو ټلوېزیون بیا د دې پر مختګ د مخنیوي لامل ګرځي.

په ځینو څېړنو کې په ډاګه شوې چې ټلوېزیون د ماشومانو په ذهن کې ډار او وېره هم اچوي چې د دوی خوب ورسره ناارمه کېږي او ځینې وخت په اعلاناتو کې داسې صحنې هم ښودل کېږي چې له تاوتریخوالي ډکې وي او د دوی په باور دا ډول اغېزې اوږدمهاله وي ان تر دې چې د ژوند تر پایه د هغوی په وجود کې لېدل کېږي.