تندر قول اردو: پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، چې سهار وختي وسلوالو طالبانو د پکتیا ولايت د احمدابا ولسوالۍ اړوند د مچلغو بند پر امنیتي پوستو برید کړی، چې د هوايي ځواکونو په ملتیا د وسلوالو طالبانو دغه بريد له ماتي سره مخ شوی.

نوموړی زیاتوي، چې په دې نښته کې ۹ تنه طالبان وژل شوي او ۵ نور یې ټپیان دي او یو شمېر وسلې او مهمات یې هم له منځه وړل شوي دي.

همدا راز په نښته کې د ملي امنیتي ځواکونو ۲ سرتېري ټپيان شوي دي.

د احمدابا ولسوالۍ د مچلغو اوسیدونکي بیا وایي، چې هلته پر پوستو جګړه شوې او په یوه پوسته کې څلور سرتېري وژل شوي.