تنـــــــــــور / صحت سمسور

د تنور جوړولو چارې که له یوې خوا عادي خلکو ته سختې برېښي؛ خو تنور جوړونکي  کولالان په ورځ کې څلور او یا هم پنځه تنورونه جوړوي، چې د یو تنور جوړل یې د دوو او یا هم د درېو  ساعتونو کار دی او په اوړي  کې دغه کار یو ساعت وخت نیسي، چې تر ټولو غټ تنور جوړول، بیا د دوو ورځو وخت ته اړتیا لري.

د تنور جوړولو لپاره ځانګړې سرې خاورې نه استفاده کېږي، چې سرېښناکه وي او شګه ونلري.

د تنور جوړلو لپاره لومړی په خاوره  کې د اوبو اچولو ترڅنګ بوس هم اچول کېږي، چې وروسته خټه پخېږي  پسخه، پسخه کېږي او بیا  په یوځانګړي ځای کې له دغه پسخه شوې خټې نه د تنور جوړولو لړۍ پیل کېږي، چې په غاړو پای ته رسېږي.

کله چې د تنور جوړول بشپړ شي بیا نو جوړ شوی تنور په ځانګړي تپک ټپول کېږي، چې د پوخوالي مرحلې ته رسېږي، د تنور صفایي کېږي، په لاندې بېخ کې ورته مورۍ جوړوي او بیا یې کولالان بازار ته د خرڅ لپاره وړاندې کوي.

د ننګرهار ولایت د میا اسلم پلازې شاته د تنورونو جوړونکي چې تنورونه جوړوي، یو تنور جوړونکی زبیر چې په خاورو ککړه څېره په تورو ویښتانو کې یې د بوسو خلي له ورایه معلومېږي، په لاس کې یې د تنور تپک نیولی په چاودلو شونډو کې یې دغوټۍ، غوټۍ وینو اثرات ښکاري د خپل کسب په اړه وایي، چې درې قسمه تنورونه جوړي، چې یو د (۱)کور تنور (۲)هوایي تنور او درېم د ځمکې تنور دی.

۱ ـ دکور تنور هغه تنور دی، چې  د ځمکې په سر کېښودل کېږي، دغه تنورونه عموما په کورونو کې د ډوډۍ پخولو لپاره استعمالیږي، چې له شپږو ډوډيو نیولې ان تر ۱۴ ډوډيو پورې پکې د کور ښځینه وو لخوا پخېږي.

لکه پښتو لنډۍ د تنور د لمبه کولو ترجماني کوي:

لیونۍ بیا تنور لمبه کړ

د ډوډۍ ټپ یې څوارلسم کلي ته ځينه

۲ ـ هوایي تنورونه چې اکثره په دېوال کې لګول کېږي، زیاتره استعمالوونکي یې نانوایان دي، چې دوی یې استعمالوي او له شلو ډوډیو نه نېولي ان تر ۲۵ ډوډيو پورې پکې پخېږي.

ځينې ډوډۍ پخوونکي «نانوایان» چې کله ډوډۍ پخوي؛ نو له خولو یې د سندرو زمزمې او یا هم نور څه اورېدل کېږي ته به وایې، چې دوی هم د ډوډۍ په پخولو کې خپله ورکه مینه لټوي.

۳ ـ د ځمکې تنورونه هغه تنورونه دي، چې ځمکه ورته کېندل کېږي او بیا په هغې کېندل شوې ځمکه کې لګول کېږي، دا تنورونه هم اکثره نانوایان استعمالوي چې له شلو نه تر ۲۵ ډوډيو پورې پکې پخېږي.

کله چې تنور جوړونکي  جوړ شوي تنورونه  د خرڅ لپاره بازار ته وړاندې کړي، بیا نو په کلیوالو سیمو کې تنور جوړونکي کولالان تنورونه په بایسکلونو او  خرګاړو کې ګرځوي، همدا نارې وهي، چې واخلئ تنور واخلئ !

کله چې ډوډۍ پخوونکي او یا هم د کور ښځینه تنور په ځمکه کې د ډوډۍ پخولو لپاره ودروي دوه او یا هم  درې ساعته په تازه لګول شوي تنور کې اور بلوي او بعد له هغې بیا د ډوډۍ پخولو لپاره چمتو شي.

په کلیوالو سیمو کې چې څوک نوی تنور ودروي؛ نو په شاو خوا ګاونډ کورونو کې  بیا سم اختر وي او د خپلو کور دروازو ته یې سترګې نېولې وي، چې کله به د ګونګړو کاسه د کور په  وره ورننوځي.

په تناره ډوډۍ پخول که له یوې خوا مشکله کار دی؛ نو له بلې خوا ځينې څڼورې پېغلې په تناره ورټېټېږي  او خپلې ځلېدونکې لېچې په تود  شوي تناره ورننباسي، چې بیا ورته دزلفو ساتل ګران وي.

لکه  د ډوډۍ پخولو په وخت کې دا ټپه ښه انځور ګري کوي.

په تناره مه ورغوړېږه

د اوربل څوکې به دې اور وسوځوینه

ځینې داسې انجونې، چې په لومړي ځل د پېړو جوړولو چل یاد کړي، هغه بیا په تناره کې پیړې  پورې کوي، چې نیمه ډوډۍ د تناره په دیوال ځوړنده پرېږدي او لاس ترېنه په منډه راوباسي او یا خو یې وړه دومره لامده کړي وي، چې یا یې ډوډۍ سمه پخه نشي او یاهم د تناره د ایرو خوراک شي.

خو زیاتره یې د وړو د اغږلو په چل نه پوهېږي، چې وړو ته سم سوک ورکړي او ښه یې واغږي، چې بیا یې په پورې کولو کې ورته ستونزه جوړه نکړي هغه پیغلې؛ خو بېخي له ځانه ناخبره وي، چې پورې کوي ډوډۍ او فکر کوي د خپل راتلونکي په اړه.

لکه پښتو لنډۍ ددغه شان پېغلو د زړه حال بیانوي.

دلوپټې پلو یې وسو

په تناره ټپې کوي ما یادوینه

په کلیوالو سیمو کې که څه هم هغه پخواني رواجونه ندی پاتي، چې یو تنور به وو او د چم ګاونډ ښځې به  پرې راغونډې وي، خپلې ډوډۍ به یې پکې  په وار پخولې او هغه کیسې به یې دتناره په سر کولې، چې دوی به په کور کې له چاسره نشوې کولای.

لکه یوه ټپه هم ده چې وایي :

سبا مې بیا د تنور وار دی

د یار راتګ ته مې شمېرلې ګوتې دېنه.

د تنور جوړونې د مرحلو څو انځورونه:

لومړی باید ورته خټه جوړه شي

اوس تنور جوړولو ته خټه چمتو شوه

بیا له دې خټې تنور جوړولو لپاره کار پیل شو. لومړی یې دیوالونه جوړیږي او په تښتو ته ورته لرګیو باندې ټپوول کیږي چې کلک شي.

له وچیدو وروسته تنور بلکل چمتو دی چې ګټه ترې واخیستل شي