ته خو د آخرت امتحان کې ناکام شوې!

د مکتب یوه مدیره چې ډیره پرهیزګاره او مهذبه وه، د خپلو بچیانو او د مکتب د شاګردانو تربیه کې به یې هر وخت هلې ځلې کولې، ترڅو چې خپل بچیان او شاګردان په اسلامي تربیه وروزي.

یوه ورځ یې سهار لمانځه لپاره خپله لورکۍ باندې غږ وکړ، ترڅو چې پاڅي او سهار لمونځ وکړي، لورکۍ یې را جګه شوه او بیرته ویده شوه.

مور یې چې خپل لمونځ ختم کړ نو بیا یې خپله لورکۍ را جګه کړه چې پاڅیږه او لمونځ وکړه!

لورکۍ یې بیا را جګه شوه، چې مور یې له سترګو پناه شوه نو بیا ویده شوه.

بالآخره مور یې پریکړه وکړه چې نور به نه را جګوي او همداسې به یې پریږدي، ترڅو چې خپلې لورکۍ ته یو درس ورکړي.

په همدغه ورځ نهه بجې مکتب کې د لورکۍ امتحان هم درلود، نو کله چې مدیره مکتب ته روانه شوه، لور یې د توقع خلاف همداسې پر خوب ویده پریږده.

لور یې لس بجې له خوب نه را بیداره شوه، نو سمدلاسه یې مکتب ته ځان چمتو کاوه چې ساعت ته یې پام شو، امتحان ترې تېر شوی و.

بالآخره یې خپلې مور ته تلیفون وکړ او په غوسناک اواز یې ورته وویل چې ولې د امتحان ته را ویښه نه کړم؟ ولې نن ورځ یوازې تللې یې او زه د همدلته ویده پریښودم؟ زه خو نن امتحان کې ناکام شوم!

مور یې په حکمت سره ځواب ورکړ، لورکۍ د دنیا امتحان څخه آخرت امتحان مهم دی، مونږ او تاسې دنیا ته د آخرت امتحان لپاره راغلي یو، نو باید چې دنیا کې ښه تیاري وکړو ترڅو چې آخرت مو نیکمرغه او روښانه شي.

ته مې نن ځکه پر خوب ویده پريښودې ترڅو چې د آخرت امتحان لپاره هم د دنیا امتحان په څېر چمتوالی ونیسې! زما ګرانې لورکۍ ته خو نن د آخرت امتحان کې ناکام شوې، نو ځکه مې وغوښتل چې تا د دنیا امتحان ته هم را بیداره نه کړم!

لیکنه: فضل الهي