ته څوک یې ؟؟؟؟-عمران لمر

ته څوک یې؟ ته څوک وې؟ ته څوک شوې؟
ته زما څه وې؟ ته زما څه یې؟
ته ولې ماته دومره نږدې شوې؟
زه ولې تاته دومره نږدې شوم؟
زه ولې له تا پرته یوه لحظه هم نه شم تېرولی ؟
زه ولې په تا پسې دومره خفه کېږم؟
زما زړه کې ولې له تا پرته بل څوک نه ځاییږي؟
په تا کې کوم داسې کمال و چې اوس زما د وجود یوه حصه جوړه شوې یې؟
اوس ولې په هر څه کې تا وینم؟
ته د سندرو له ښاره راغلې ، د رنګونو جامې دې اغوستې وې ، د غرور په اس سوره وې ، خو ولې دې زما د زړه په کوډله کې دېره جوړه کړه ؟
زما ستړګې ولې په دومره انسانانو کې صرف تا لټوي؟
ولې مې غوږونه فقط ستا اواز اوړېدو پسې ناقراره وي؟
زما په ذهن کې ولې ستا له یادونو پرته بل څه نشته؟
سهار د راوېښېدو په وخت کې ، د شپې د ویدېدو په وخت کې ، د ډوډۍ خوړلو په وخت کې ، د اوبو څکلو په وخت کې او په هر څه کې زه ولې صرف تا یادوم؟
زه مې ولې په خوبونو کې صرف تا ګورم؟
زه ولې همېشه صرف ستا په اړه فکر کوم؟
د حسن ملکې !
زه ولې اوس داسې فكر کوم چې زه او ته څښتن تعالی صرف د یو او بل لپاره پیدا کړي یو؟
او یو د بل پرته ژوندي نشو پاتې کېدای؟
او داسې نورې ډېرې پوښتنې دي چې په ځوابولو کې یې پاتې راغلی یم.

ستا لمر