توافق کـې له طالبـانو پر افغان سرتیرو د بریدونو نه کـولو ځانګړې غوښتنه نه ده شوې

خلیلزاد وایي، وسله والو طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړې؛خو د دوحې په هوکړې کې په ځانګړي ډول له طالبانو نه دي غوښتل شوي، چې پر افغان سرتیرو بریدونه ونکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دغې مطلب د څرګندولو سره ویلي، که څه هم پر افغان سرتېرو بریدونه په “توافقنامه کې شامل نه دي،خو طالبان د توافقنامې روح نقض کوي.

خلیلزاد زیاته کړې، طالبان هم د سوریې په شان د یو نه پای ته رسېدونکي جنګ غوښتونکي نه دي او د افغانستان حکومت هم د سیاسي لارې د دغه معضلي د هواري غوښتونکی دی.

نوموړي، چې د یو ویډیويي کنفرانس له لارې یې څرګندونې کولې په واضح ډول ویلي، چې له طالبانو څخه د امریکا متحده ایالاتو کلیدي او لومړۍ درجه غوښتنه داده چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

په دغه وېډیویي کنفرانس کې خلیلزاد دا هم ویلي،غوره ده بین الافغاني مذاکرات تر هغه وخته پيل شي چې د افغانستان په جنوب کې د پام وړ امریکايي سرتیري حضور ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د معلوماتو په اساس، طالبانو په تېره فبروري میاشت کې د دوحې له توافقنامې وروسته، په وروستیو دوو نیمو میاشتو کې په افغانستان کې ۳۷۱۲ بریدونه کړي چې پرمهال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون ۴۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۴۸ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.