تورخم ښاروالي د ۱۴ قلمه تاریخي او بې کېفیته توکو د سوځولو خبر ورکوي

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپر شوې خبرپاڼه کې د تورخم ښاروال انجینر راحت ګل زیارمل له قوله لیکل شوي، چې په یادو توکو کې په ۱۲۵ کارتنونو کې ۶ قلمه مختلف النوع مشروبات، ۲۱ کارټنه اناتا ايراني بسکېټ ، ۳۸ کارټنه کېک، ۱۵ کارټنه مربا ، ۱۲ کارټنه ملایي ، لس کارټنه پګاه پنېر، ۱۸ کارټنه د مخ مينځلو صابون ، اووه کارټنه د مخ کريم او پنځه کارټنه الکوزی پوډر شامل وو،چې د ټاکل شوي پلاوي پر وړاندې وسوزول شول

خبر پاڼه د زیارمل له خولې زیاته کړې چې په راتلونکي کې به د تاريخ تېرو او بې کيفيته اجناسو پلورونکو هټۍ تړل کېږي او نغدي به هم جریمه شي.