د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي په تورخم کې ولاړو سوداګریزو موټرو ته نن د شپې تر اووبجو پورې پښتونخوا ته د اوښتو اجازه ورکول کیږي.
د ننګرهار د ګمرک ریًیس نصرالله صاحبزاده وایي، چې دغو موټرو ته به د یو منظم میکانیزم له لارې په نوبتوار شکل له ډیورنډ فرضې کرښې د اوښتو اجازه ورکړل شي.
د هغه په وینا، چې د یادو موټرو د اوښتو په موخه یې د تورخم له کمیسارۍ او ترانسپورت ریاست سره خبرې کړي چې د نن شپې تر اوبجو پورې به ټول موټر پښتونخوا ته واوړي.