توماس وېسټ وایي، په دوحه کې یې د افغانستان د سرپرست حکومت له لوړپوړو استازو سره خبرې مفصلې او سپینې وې

‏د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وایي، په دوحه کې یې د افغانستان د سرپرست حکومت له لوړپوړو استازو سره خبرې مفصلې او سپینې وې. هغه دغه څرګندونې تېره شپه په یوه ټویټ کې کړي او ویلي یې دي چې د سرپرست حکومت له پلاوي سره یې په افغانستان کې د مهمو ‏مسئلو په اړه دوه ورځنۍ ناستې پای ته ورسولې. هغه زیاته کړې چې په دې لیدنو کتنو کې یې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، بشري حقونو، بشري اړتیاوو، امنیتي ژمنو، ټول ګډونتوب او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې.