تونس  کې د یو بس د چپه کېدو پیښه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د تونس د کورنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي دغه بس ددغه هېواد په شمالي سیمه مدون کې یو ګړنک ته غورځیدلی او له امله یې ۲۰ تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپیان دي.

د تونسي رسنیو د راپور په اساس دغه بس د یو خصوصي ټرانسپورټي شرکت پورې اړوندیږي او مسافر یې درمام سیمې ته چې له الجیریا سره ګډه پوله لري د سیاحت لپاره روان وو.

دغه بس کې ټولټال ۴۳ تنه سپاره وو د پیښې قربانیان د بیړنیو مرستو د ترلاسه کولو لپاره روغتونونو ته وړل شوي دي.