تږې اوبه/ جمشید عمر

کله کله راته ځان ښکلی ښکاره شي/ کله کله ستا په سترګو ځانته ګورم

سمبولستان په دي نظر دي، چې کلمه هغه وخت ارزښت پيدا کړي، چې د سمبول په ډول وکارول شي. په بیت کې سمبولیزه کلمه لوستونکي فکر کولو ته هڅوي. ځینې لوستونکي دومره وهڅیږي، چې بلاخره یې معناوي پیدا کړي او هماغه وي، چې کلمه ارزښت پيدا او د نورو شاعرانو د شعر تشه ورډکه کړي. مالارمه وايي: د یو شي مستقیم نوم اخیستل د شعر درې برخې په سیند لاهو کوي او که همدا کلمه په سمبول کې وکارول شي؛ نو هله  ارزښت پيدا کړي، چې لوستونکی د ګمان په مرسته د هغه معنا پيدا کړي. موږ هغه څه نه ډیره خوند نه اخلو چې سر سري وي؛ خو برعکس هغه څه ډیر خوند راکوي، چې د ډیر کار په پایله کې لاسته راشي. د اجملي ښکلي شاعري هم تر ډېره سمبولیکه شاعري ده. د په خپلو خبرو کې د خوشبو، ګلاب، دیوال، اسمان، ډبره… او ایینه کلمې ډېرې کارولي.

هغه زما په زړه کې ماتې آیینې څه ویني / ملا د ورانې میکدې له حاله څه خبر دی

هغه چې تېر شو، څه خبرې وي په هغه کال کې؟ دا چې تېریږي اوس له دغه کاله څه خبر دی؟

په کنډرو کې اباده وي ګلابي / ځان مې هېر و ته می یاده وي ګلابي

څه تضاد زما او ستا د محبت و / زه نا ښاد وم ته به ښاده وي ګلابي

هۍ مینه، تنهايي او بیتابي او دیوالونه / اجمله، کمې نه دي له عذابه دا ډبرې

د پرون خبرې لاړې. پرون به د اخلاقو، عرفان، تصوف او حتی دربارې شاعرانو به د خپل صاحب په مدحه کې ګوتې او ماغزه ستړې کول. نن که څوک د ګل او د بلبل، د می، میخانې، ساقي او جام خبرې کوي؛ نو هغه د ګوتو په شمار شاعران دې چې دې ته نوی رنګ ورکړي. هغه د چا خبره کیسه لیکل د هر چا خوند کړي؛ خو د نصیر احمد احمدي بیل خوند لري. د نوښت شاعري به د ټولو خوښیږي او کنه؛ خو د پير محمد کاروان، سالک صیب، سیدشاه شعود، اجمل ښکلی او باقر شاعري بیل خوند لري.

په دې خبر یم چې د لمر په پریوتو څه کیږي

په دې خبر یم،  چې له چانه جدايي څه معنا؟

دشپې او ورځې تسلسل راته همدغه وایي / ژوند د امید نامه ده، ژوند د نهیلۍ نامه ده

نوی غزل هغه غزل ته ویل کیږي، چې فکر او خیال یې نوی وي او کله کله یې آهنګ هم نوی وي. دغه فورم د سنتي یا دودیز او نوي شعر د حاصل څخه رامنځته شو. په اصل کې نوی غزل نوی شعر دی، چې د غزل په فورم کې ویل کیږي او په هغه کې د شعر ټول عناصر، هم د ژبې او هم د مضمون لمخي نوی وي. اصلاً نوی غزل پدې معنا دی، چې هر څه یې نوي وي یعني نوښت ولري.  ایرانیان ددغه فورم رامنځته کوونکي فروغ فرخزاد بولي او د هغي دغه بیت مثال ورکوي:

( چون سنګ ها صدای مرا ګوش می کنی/ سنګي و ناشنیده فراموش می کنی)

ما ته خو د خپلو شاعرانو ټاکل خورا ګرانه ده، چې ووایم د پلاني شاعر شاعري په نوي غزل کې حسابولی شو. ما ته ټول یو شان ښکاري. زه په تږې اوبه کې انتخاب نه شم کولی. هر بیت یې ما ته نوی ښکاري. دده فکر، خیال، مضمون نوی او حتی د غزل کلاسیک او یا پخوانۍ چوکاټ یې مات کړی. مخکې به غزل پنځه بیته وه او یوې موضوع ته به ځانګړی شوي و؛ خو د ښکلي غزلونه تر نهو هم رسیږي.

اجمله ویلي شومه، مړ شومه هماغه ساعت

چې یوه شخص راته ویل، چې زړه سوی څه معنا؟

زه په تږې اوبه کې بل څه نه وینم. یو داسې درد چې خپل درد به له سړې هیر شي. داسې ښکاري لکه دی چې  د خپل ژوند نه ډېر ناهېلۍ وي؛ ځکه خو وایي:

اجمله تا غوندې بلا سړی ما بل ونه لید

په زړه کې درد ساتې په خوله باندې خندا ساتي

نه مې دې شونډو، نه مې زړه راسره وکړه ملتیا

ګنې ګلابه، د خندلو کوشش چا ونه کړو

اجمله ستا غوندې د درد شاعري چا وکړله؟

د غزلونو د لیکلو کوشش چا ونه کړ؟

دا د ده د فریاد یو څو جملې دي. که یې د زړه څخه خبریدل غواړی؛ نو له تږې اوبو سره خبرې وکړئ.

فردیت: شاعرانه فردیت دي ته وايي، چې شاعر باید په خپلو فردي تجربو تمرکز وکړي. شاعر چې څه ویني هغه باید بیان کړي او هغه څه چې یې نه وي لیدلي او شتون هم نه لري باید چې بیان نه شي. په شعر کې باید د شاعر شتون حس شي او د شعر او د شاعر ترمنځ باید واټن حس نه شي. د شاعر درک باید تازه او غیر تقلیدي وي. مقلد شاعران د فردي هویت څخه محرم وي، ځکه ددوي هر څه تکراري او تقلیدي وي. دوی داسې دي، لکه هیڅ ټکان چې یې نه وي خوړلي او نورو ته هم ټکان نه شي ورکولی؛ خو د اجمل ښکلي شاعري تقلیدي نه ده او نه درته د نورو تجربي بیانوي، بلکې هر څه یې نوي او خپل دي.

چې جدايۍ کې یې خوږلت وي او په درد کې مزه / څوک به نو وغواړي د داسې مصیبت پای

ځمکه به نه وي، لمر به هم نه وي / چې پښتانه وي او ماتم نه وي

سرګردانه ښار کې ګرځو، رانه هېر دي / چې یې څه ته رالیږلي یو له کوره؟

له هغه ځوان نه پاتې شوی دی خپل سیوری وروسته / چې شاته ګوري هغه ځوان له خپله ډاره ګوري

هر څوک غواړي چې دا غرونه له بیخه کړي ویجاړ / هر څوک وايي چې ګل ګل پښتانه دي وي پریشان

زموږ اوسنۍ ټولنه په بې علاجه رنځ اخته ده. له ماشوم نه تر بوډا ټول داسې معلومیږي، چې دوی به کله هم خوشحالي نه وي لیدلي. هر سړی لکه لیونۍ له ځانو سره خبرې کوي. دلته اوس هر یو په دې فکر کې دی، چې څنګه ژوندۍ پاتې شم؛ نو ځکه ښکلی وايي: چې شاته ګوري هغه ځوان له خپله ډاره ګوري.

نیما وايي: لکه څنګه چې یې وینئ، وي لیکئ. لومړی بیرون نړۍ ته وګورئ، شیان ښه دقیق ووینئ، وروسته ورته د شعر جامه واغوندي. دی وایی عیني مسائیل باید شعر ته داخل شي، ځکه د شاعر هم عصره کولی شي، چې په اسانۍ د شعر سره اړیکه پيدا کړي. یعني شعر باید د ژوند مختلف تصویرونه انځور کړي. کله چې یې یو دهقان لولي؛ نو خپل ځان، مځکه، کهول او خپل وږي ماشومان په هغه کې وویني او پوه شي، چې دا د یو دهقان د ژوند انځور دی.

که د کونډې نظم ولولی؛ نو د نیما خبرې سره به یې دقیق مثال همدا وي.

یا وايي:

د بحر په سینه کې طوفانونه وي خوندې / ضرور نه ده، چې څوک خاندې او نه دې وي پریشان

د ښکلي شاعري د هر چا د زړه شاعري ده. دده تجربې موږ ته خپلې تجربي تداعي کوي. دی نوښت ګر شاعر  دی، چې واړه واړه عناصر د شعر په ترازو کې تلي. شعر هغه وخت خوند پيدا کوي، چې د ژوند وړي تجربي هم له خلکو سره شریکي کړو. همدغه وړي تجربي نن د څو زره کاله پخوا سره توپيروي او هنر ته نوی شکل ورکوي.

یو وخت و، چې خبرې به کولي خاموشي / یو وخت و، چې د درد کیسې ژباړلي خاموشي

د عشق په هر مقام زه هم وژلی خاموشي / د عشق په هر مقام ته هم وژلې خاموشي

خپل ژوند ورته د نورو په وژلو کې ښکاریږي / عجب خلک اوسیږي، د مرګونو په دې ښار کې

خلاصه دده هره جمله دده خپله تجربه ده.

د اجمل ښکلي شاعري چې ما تر اوسه لوستي؛ نو تر ډیره د خپلي خوشبو او ګلاب نه شکایت کوي. دی له دي دواړو ډېر زوریدلی. د ښکلي په شاعری به نور استادان خبرې وکړي. په ده کې به محصلین لفظي او معنوي ښکلاوي او ادبي صنعتونه پيدا کړي. محصلین به پرې مونوګرافونه واخلي. خبرې په دغو بیتونو پای ته رسوم، چې:

هغه دې وساتي له ځان سره دروغجنه خندا / باران دي نه ووري، په ما باندې نور بد لګیږي

دنیا مې وسېزې، د خپل وجود سایې ته راشم / چې بهر شپه شي، په رڼا پسې کوټې ته راشم

داسې راته ښکلې کړلې خپل خواهش

تږي ته د ډنډ اوبه هم پاکې وي