تیره میاشت کابو سل زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، له ایرانه د افغا کډوالو د راستنېدو لړي د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې چټکه شوې ده. د یاد وزارت چارواکي وايي، له ایرانه ډیری کډوال د هرات اسلام قلعه او د نیمرو له لارې افغانتسان ته ستانه شوي. ایران څلورم هېواد دی، چې د کرونا ویروس له امله پکې تر نورو هېوادونو د مړینې او مثبتې ډېرې پېښې ثبت شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې وروسته له هغې د کرونا ویروس پېښې ثبت شوې، کله چې له ایران څخه افغانستان ته د یاد ویروس له امله د افغان کډوالو راستنېدنه پیل شوه.