تیرو لسو کلونو کې د افغانانو مرګ ژوبله له سل زرو اوښتې

کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، چې جګړه کې په تېرو لسو کلونو کې له ۱۰۰ زرو ډېر افغانان مړه او ژوبل شوي او دغه جګړه لا هم د افغانانو ژوند اخلي.   په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له قوله لیکل شوي چې سوله د افغانستان د راتلونکې لپاره اړینه ده او د هغو هڅو هر کلی کوي، چې پر بنسټ یې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې ترسره او پر مختګ رامنځته شي.