تیرو ۱۴ کلونو کې د قالین اوبدلو صنعت د پام وړ پرمختګ کړی

په هېواد کې د غاليو اوبدلو اتحاديې عمومي رئيس او رهبري هيئت د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال سره په ننګرهار کې د غاليو اوبدلو صنعت د پرمختګ په موخه وکتل.

د ننګرهار رسنیر دفتر وايي: دغه کتنه کې په هېواد کې د غالۍ اوبدلو اتحادیې عمومي رييس عصمت الله باتور چې په افغانستان کې د غاليو اوبدلو صنعت ډير پخوانی تاريخ لري.

نوموړي وويل، د تېرو څوارلسو کلونو په اوږدو کې، چې کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي په هېواد کې د قالين اوبدلو صنعت دپام وړ پرمختګ کړی.

ده وويل، ننګرهار د غاليو اوبدلو لپاره ښه موقيعت او اب هوا لري، چې په وينا یې ددې ولايت مسولين بايد د غالۍ اوبدلو کار کوونکو ته لا اسانتياوې برابرې کړي.

په ننګرهار کې د غاليو اوبدلو اتحاديې رييس قاري ضیاءالرحمن وويل، چې په ننګرهار او پېښور کې زرګونه ځوانان او مېرمنې د قالينو اوبدلو په صنعت بوخت دي.

نوموړي د ننګرهار والي له همکارۍ مننه وکړه، چې په وينا يې د قالينو د اوبدلو صنعت پرمختګ په موخه يې دوی ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړي.

نوموړي زياته کړه، د دې ولايت د قالينو اوبدلو صنعت کارانو ته په کوز شيخ مصري او قاسم اباد ښار ګوټي کې دوه صنعتي پارکونه په نظر کې نيول شوي، چې په وينا يې په کوز شيخ مصري صنعتي پارک کې د صنعت کارانو د کورونو او کار خانو جوړولو لپاره اماده دی، خو په امنيتي برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي دغه راز هيله څرګنده کړه ،چې په قاسم اباد ښارګوټي کې قالين اوبدونکو ته د خانکي ځمکې د ورکړې موضوع به هم ډير ژر حل شي.

قاري ضياالرحمن له ولايتي ادارې څخه په يادو برخو کې د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ننګرهار رسنیز دفتر لیکي: د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال پر دې خوښي څرګنده کړه، چې په افغانستان کې زرګونه ځوانان او مېرمنې د قالينو اوبدلو په صنعت کې کار کوي.

ولايت مرستيال وويل، چې په هېواد کې د غاليو اوبدلو دود خورا پخوانی دی ، چې په خبره يې د نړۍ په کچه د افغانستان قالينې خاص ارزښت لري او په نړيوالو مارکيټونو کې يې ښه نوم ګټلی.

ګرديوال زياته کړه، ولايتي اداره هڅه کوي، چې د داخلي تولیداتو د پیاوړتيا په موخه صنعت کارانو ته لا اسانتياوې برابرې کړي.

دده پر وینا: په ننګرهار کې نه يواځې ځوانان د قالينو اوبدلو په برخه کې بوخت دي؛ بلکې په زرګونو مېرمنې هم په دغه صنعت کې پوره ونډه لري.

نوموړي د غاليو اوبدلو اتحاديې عمومي رييس او رهبرۍ غړو ته ډاډ ورکړ، چې ولايتي اداره دې ته چمتو ده، چې د غاليو اوبدلو صنعت ودې او پرمختګ لپاره صنعت کارانو ته د ځمکې او برېښنا برابرولو ترڅنګ امنيت ټينګشت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.