تیرې ټاکنې او څو پیغامونه

لیکنه: ویښ افغان

د افغانستان د جمهوري ریاست په لومړي او دوهم پړاو ټاکنو کې افغانانو په پراخه توګه ګډون وکړ. په تیره بیا د ولسمشرۍ په دوهم پړاو ټاکنو کې د زیاترو جنګ ځپلو سیمو خلکو د ټاکنو ورځ یعني د جوزا ۲۴ نیټه د اختر د ورځې په څیر ونمانځله. په دې ورځ د ځینو سیمو خلکو د اختر د ورځې په شان نوې جامې واغوستې او په ځینو سیمو کې په ډولونو او اتڼونو د رایو مرکزونو ته ولاړل او خپلې رایې یې د خپلې خوښې وړ کاندید لپاره وکارولې. په ټاکنو کې د خلکو پراخ او حیرانوونکي ګډون دا وښودله چې زموږ خلک نور له جګړې او جګړه مارو په تنګ شوي دي، نه غواړي برخلیک یې د ټوپک له لارې وټاکل شي. دوی په ټاکنو کې په پراخ ګډون سره دا پیغام هم ورکړ چې نور نه غواړي فاسد چارواکي او جنګسالاران ورباندې واکمن واوسي. دوی د خپل وطن په وړاندې د مسوولیت احساس کوي نه غواړي هیواد یې د مخدره موادو او اداري فساد په برخه کې په لومړي مقام کې ځای ولري. نور هغه کسان او ډلې ټپلې چې په هیواد کې په جګړو ټینګار کوي او غواړي ستونزې یې د ټوپک په وسیله هواري شي باید د ولس په دې پیغام پوه شي چې نور د خلکو په منځ کې ځای نه لري خلکو خپله لاره غوره کړې ده. او هغه کسان چې په دولتي مقامونو کې خلکو او وطن ته د خدمت پر ځای د خپلو جیبونو د ډکولو په هیله دي باید پوه شي چې دا ولس یې نور نه غواړي. ولس رښتني خدمتګاران غواړي. افغان ولس نړۍ ته دا وښودله چې افغانان غواړي د سولې او ولسواکي په سیوري کې ژوند وکړي. دغه راز د افغانانو په رهبري د ولسمشرۍ د دواړو پړاونو ټاکنو سم ترسره کیدو دا هم وښودله چې افغانان په مستقلانه ډول د خپل وطن د ادرې او مدیریت وړتیا لري. دوی کولی شي خپلې ستونزې پخپله حل کړي نړیوال ورسره په اقتصادي ډګرونو کې مرستې وکړي خو د هیواد د ټولو چارو اداره تر بل هرچا دوی په ښه ډول ترسره کولی شي. د ټاکنو ددغو مثبتو پیغامونو تر څنګ له بده مرغه باید ووایو چې د ټاکنو د بهیر د بدنامولو لپاره د ځینو غرضي کړیو له خوا هڅې روانې دي چې دا زموږ ټولنې او نړۍ ته منفي پیغامونه هم لرلی شي. د ټاکنو له بهیره د یوتن کاندید عبدالله عبدالله وتل دغه بهیر ټکنی کړی دی، سره له دې چې د اساسي قانون له مخې د ټاکنو ټولې چارې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دنده او صلاحیت دی خو له بده مرغه دغه ډله هڅې کوي چې د قانوني بنسټونو پر ځای نور په دې بهیر کې مداخله وکړي. او په دې توګه د ټاکنو بهیر ترپوښتنې لاندې راشي. د ټاکنو دبهیر بدنامول منفي پیغامونه له ځانه سره لري چې په راتلونکي کې به موږ ډیر زیانونه ووینو. لومړی داچې دغه ټاکنې پخپله افغانانو ترسره کړې له دوهم پړاو ټاکنو وروسته ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو دغه ټاکنژ د لومړي پړاو په نسبت شفافې وبللې او ویې ویل چې په دوهم پړاو ټاکنو کې د لومړي پړاو په پرتله لږې درغلۍ شوې وې. خو همګرایي ډلې د خپل عادت له مخې دغه ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او خپل پریکون یې اعلان کړ. ددې معنا دا کیدای شي چې موږ نړیوالو ته وایو چې موږ افغانان د بهرنیانو له مداخلې پرته د خپل هیواد د چارو د ادارې وړتیا نه لرو ، ښه به داوي چې زموږ زیاتره چارې نور رهبري کړي. بل تر ټولو بد پیغام چې د ټاکنو روان بهیر بدنامول یې لرلی شي، هغه په دموکراسي او ټاکنو د خلکو بې باوري ده. په دې ورځو کې چې ټاکنیز جنجالونه یوې ډلې راولاړ کړي دي او خلک په بې صبري سره د ټاکنو نتیجو ته سترګې په لاره دي، ډیر ځله له ډیرو کسانو اورم چې وایي، د افغانانو یې په دموکراسي او انتخاباتو څه؟ دادی ومولیدل چې دلته زور واک چلولی شي، دلته اصلآ ټاکنو او ولسواکي ته ضرورت نشته. دا ښه ده چې د کودتا او زور له لارې یو کس واکمن شي او پر نورو په زور سره حکومت وچلوي. دا ډول خبرې که اوس لږې هم تر غوږو کیږي باالاخره په عامه ذهنیت خپل اغیز شیندي. او بیا به خدای نه خواسته دغه ذهنیت عام شوی وي او موږ به یو ځل بیا د کودتاوو او خونړیو جګړو له لارې د واک لاس ته راوړلو تور دوران ته په لوی لاس ور ولویږو. موږ باید ولسواکي وساتو، اوسنۍ ستونزې هوارې کړو او قانوني بنسټونه پریږدو چې د قانون له مخې اجرات ترسره او را ولاړې شوې ستونزې حل کړي.