تیر کال په ننګرهار ولایت کې کرنیز حاصلات له ۱۰ تر ۲۰ سلنه زیات شوي.

راپور: ثناء الله غرقاب

په ننګرهار ولايت کې تېر لمريز کال د غلو دانو په حاصلاتو کې له ۱۰ نه تر ۲۰ سلنه پورې زياتوالی راغلی، دغه ټکی د ياد ولايت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ريس محمد حسېن ساپي د کروندګر د ورځې په لمانځغونډه کې څرګند کړ.

نن د ننګرهار د کرنې، مالدارۍ او اوبولګونې رياست د شيشم باغ په کرنيز څېړنيز فارم کې د کروندګر ورځ ولمانځل شوه، چې د بيلابیلو دولتي او غېردولتي ادارو چارواکو او کروندګرو پکې ګډون کړی وو.

ښاغلي ساپي زياته کړه، تېر کال يې شاوخوا اته سوه مټريک ټنه اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره کروندګرو ته وېشلې ده او د کرنيزو حاصلاتو د ميکانيزه کولو او اصلاح کولو په برخه کې يې ګڼ پروګرامونه ترسره کړيدي.

(( د سويابينو، زغفرانو او ګرين هاوسونو د کرنې دودولو پروګرامونه روان دي. په ۱۳۹۲ لمريز کې مو شاوخوا اته سوه مټريک ټنه اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې مو کروندګرو ته ويشلي. له دې وړاندې کال مو ۱۰۰۰ ميټريک ټنه وېشلي وو. له دې وړاندې کلونه مو په پراخه پېمانه دغه تخمونه او کيمياوي سره وېشلې چې له امله يې هر کال په کرنيزو حاصلاتو کې له لسو نه تر شلو فېصدو پورې زياتوالی راغلی دی.))

محمد حسېن ساپي هيله مندي څرګنده کړه چې د تېر کال په څېر به راتلونکی کال د کرنيزې پرمختيا پروګرامونو د ترسره کولو، اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرو د ويش په پایله کې به د کرنيزو حاصلاتو د پام وړ زياتوالی رامنځته شي.

((مونږ هيله مندي ځکه لرو چې ډېری کروندګر له مسلکي روزنو او اصلاح شوو تخمونو څخه برخمن شوي او تر ډېره مو کرنه ميکانيزه شوې.دا مو هدف دی چې د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې هغه موقف بيرته ترلاسه کړو چې پخوا مو درلود.د بېلګې په توګه مو د سيټروسو باغونه بيارغولي، نوي باغونه جوړ شوي، او نوې ورايټيانې مو کروندګرو ته معرفي کړيدي.))

د ننګرهار مرستيال والي محمد ګرديوال د کرنې د پرمختګ پر وړاندې لويه ننګونه په تدريجي توګه پر کرنيزو ځمکو د ودانيو د جوړيدو چټک بهير وباله. ګرديوال ټېنګار وکړ چې د دې ستونزې د هواري لپاره بايد بنسټیز ګامونه پورته شي.

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړ چې پر کرنيزو ځمکو کې د اباديو نه ډډه وکړي.

((د زراعت پرمختګ زمونږ لپاره ډېر حياتي دی او دا بايد ميکانېزه شي. خوشبختانه چې په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې رامنځته شوي.خو بدبختانه زمونږ ډېرې کرنيزې ځمکې اوس په ودانيو باندې بدليږي. د خلکو ضرورت دی چې د ځان لپاره د هستوګنې ځايونه برابر کړي خو د دې ستونزې د هواري لپاره بايد د هستوګنې ښارګوټي جوړ شوی وی، په دې برخه کې د پام وړ کار ندی شوی)).

په ورته وخت کې د کروندګرو ورځې لمانځغونډې ته راغلو کروندګرو له انعکاس راډيو سره خبرو کې وويل لويه ستونزه يې اصلاح شوو تخمونو او کيماوي سرو ته نه لاسرسی او د اوبولګونې معياري سيسټم نشتوالی دی.

يو کروندګر شېر وویل: ((زه بڼوال يم، د بيلابیلو ميوو ونې مې کرلي خو تر اوسه راسره هيچا مرسته نده کړې. يواځې نن راته يوه بېلچه راکړل شوه. مونږ د بڼوالۍ او کرنې برخه کې مسلکي روزنې ته اړتيا لرو، مونږ ته بايد د ونو د ناروغيو درمل راکړل شوی وی، که دوې يې مفت نه راکوي، مونږ به يې ترينه په پېسو واخلو، خو چې باکيفيته درمل وي.))

يو بل کروندګر وويل: ((تېر کلونه يو څه اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره راکړل شوه، زما د کرنيزو حاصلاتو په لوړوالي کې يې ډېره مرسته وکړه. مونږ د اوبولګونې په برخه کې ډېرې ستونزې لرو. دا ډېرو کروندګرو لويه ستونزه ده.))

د هيواد تر پنځه اتېا سلنه پورې خلک پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي، او د کرنيز پرمختګ د هيواد د اقتصاد لپاره بنسټیز بلل کيږي.