تېره اوونۍ افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه سلګونه ځله زیاته وه

د افغانستان لپاره تېره اونۍ د مرګ ـ ژوبلې له اړخه خورا خونړۍ وه. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فېصل وايي، چې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د ننګرهار او کابل په ګډون، لغمان، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې د جګونو، بریدونو او چاودنو له امله مرګ ـ ژوبله ۳ سوه سلنه لوړه وه. د هغه په خبره تېره یوه اونۍ ک ۷۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۸ تنه نور ټپیان دي. د ملي امنیت شورا په داسې حال کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو خبره کوي، چې د افغان حکومت لخوا د والووسله والو طالبانو د بندیانو خوشې کول هم په مشروط ډول ځنډول شوي دي.