تېره جولای د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ګرمه میاشت وه

د سپوږمکۍ د معلوماتو له مخې د سږکال جولای میاشت په نړۍ کې له هغه راهیسې چې د تودوخې ریکارډ ساتل پیل شوي، تر ټولو ګرمه میاشت ثابته شوې.

دا ارزونه د اروپايي ټولنې د اقلیم بدلون د خدمتونو (C3S) د څېړونکو له خوا ترسره شوې.

ساینس پوهان وایي، دا د ځمکې لپاره د تودوخي د ازمایښت وروستۍ تازه نښه ده، چې ټولې اروپا تېره میاشت د تودوخي ګرمې څپې وزغملې.

د تېرې جولای وروستیو کې په لویدځه اروپا کې د سختې ګرمۍ څپه لا پسې توده شوه او ځینو هېوادونو کې یې د ګرمۍ پخواني رېکارډونه مات کړل.