تېر په هېر په راتلونکې فکر وکړئ!

لیکنه: محمد نذیر (زاهد)

په دې ټول روڼ آندې ځوانان او مشران ښه پوهیږي چې زمونږ هیواد له یوه سخت حالت څخه تیریدونکی دی، دلته څلور لسیزې پرله پسې جګړې تیرې شوي، بنسټونه مو په ډیره کمه کچه په پښو دریدلي، د ډیری بنسټونو د جوړیدو چارې لا هم ندي پیل شوي، هغه سیستمونه چې له مخې یې باید چارې په سیستماتیک ډول منظمې شي: شتون نلري. هغه هیلې چې مونږ به بیا له کوم خنډ او ځنډ پرته پرمختګ کوؤ ناشونې دي، دلته هر څه په ما او تا پورې اړه لري چې مونږ ددې هیواد د پرمختګ په موخه له کوم ډول لارو چارو څخه استفاده کولای شو؟

د حکومت درې ګونې قویې په اوس حالت کې د نشت په حساب دي، د اوؤلسمې دورې د ولسي جرګې لپاره د افغانانو هیلې له خاورو سره خاورې شوې، هغه هیلې چې مونږ به ځوان پارلمان لرو، مونږ به په پارلمان کې له تعصب او کینې پرته استازي لرو، ولسي جرګه به وشي کولای چې د افغانانو په زخم د مرهم پټۍ کیږدي، قوانین به جوړ کړي، ملي ګټې به په نظر کې وساتي خو هغسې ونشول، اوسنی پارلمان د پخوا په پرتله څو چنده بدتر دی دلته هره ورځ د افغانستان ولس ته زیان رسیږي، دلته هره ورځ د مقننې قوې او د ولس تر مینځ د نفرت او کینې فاصلې ایجادیږي، دلته هره ورځ ولس په خپله ورکړل شوې رایه پیښمانیږي…… خو بیا هم له دومره ناهیلو سره مونږ د خپل هیواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره مسول یو؛ رايه مو ورکړې ولې د انتخاب لپاره مو په عمیق ډول فکر ندي کړی.

مونږ ټولو ته د افغانستان بریا مهمه ده، مونږ ته د افغانستان پرمختګ او ترقي مهمه ده، مونږ ته افغانان مهم دي، له افغانیت پرته بل هیڅوک د افغانستان پرمختګ، د افغانانو یوالی، په افغانستان کې سوله، په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ نه غواړي بلکې افغانان دي چې د وینو په قیمت د دغو ارزښتونو په لاسته راوړنه کې زیار باسي باید له نورو څخه داسې توقع ونشي چې بیا مونږ د سوالګرو په شان ددوي هرې غوښتنې ته لبیک ووایو.

زمونږ دوه درې نسلونه ددې شاهدان دي چې زمونږ سیاسي مشرانو مونږ ته یو اباد او سوکاله افغانستان په میراث ندي پریښي، داسې هیواد چې له جګړو خلاص وي، داسې هیواد چې له بدبختیو خلاص وي او داسې هیواد چې د نورو هیوادونو لپاره دې د لاسوهنې زمینه پکې نه وي مساعده، داسې هیواد چې هره مور، پلار، خور، ورور او ځوي پکې خوښ وي. خو مونږ ټول په دې هم پوهیږو چې دغو درواغجنو او کبرجنو مشرانو د نورو لپاره په ډیرو کمو امکاناتو سیاست وکړ، د نورو په لمسون یې هیواد پارچه – پارچه کړ، د نورو لپاره یې خپل افغانان وروڼه قتل عام کړل او د نورو د خوشحالولو لپاره یې هغه ناکردې وکړې چې نه په اسلام کې ول او نه په کفر کې دا هیواد یې په تیرو څلورو لسیزو کې داسې برباد کړ چې څلویښت کاله به نور هم هغه پخواني حالت ته ونګرځي خو لیدل کیږي چې ددوي میردان بیاهم ددوي په ناکردو سترګې پټوي او نعره تکبیر نعرې ورپسې وهي.

دلته به ستاسې ورور د ولږې څخه مړ کیږي، دلته به ستاسې اولادونه خیر ټولوي، دلته به ستاسې ښوؤنځي په بمونو الوزول کیږي، دلته به د حق نعره خاموشه وي، دلته به په هر کیلو مټر کې پنځوس سوالګرې خویندو د خپلو اولادونو لپاره د یوې ګولې ډوډۍ په خاطر خپل د عزت پوړنی غوړولای وي، دلته به د یوې کوچنۍ ناروغۍ لپاره معیاري کلینیک شتون ونلري او داسې………. خو ستا سیاستمدار به بیا د خپلو اولادونو سالګرې په ذرق او برق ماډل کې ترسره کوي، دی به په لسو د مرمۍ ضد موټرو کې سپور وي، ستا اولاد به ننګوی، ستا ځمکې به غصبوي، ستا د کورنۍ غړي به اختطافوي، ستا ناموس ته به په بدو سترګو ګوري او ستا د حکومت د نسکورولو لپاره به مبارزه کوي. ډوډۍ به ستا د حکومت خوري خو کار به د بادار لپاره کوي، په ځمکه به ستا پورت وي او جنایت به ستا په کور کوي که یې مونږ په عقیده غولیدلي یو، که یې مونږ په اسلام او کفر غولیدلي یو، نور باید ونه غولیږو، ددوي څيرې باید مونږ پیژندلې وي او د تیر په څير ورسره په نرمه ژبه چلند ونکړو.

ستا د کار او عمل مبارزین په حلقوي ډول وژل کیږي، ملا په ممبر د وطندوستۍ حرف نشي اخستلای، ستا زمریان او د ملي پوځ غړي چې ددې هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ناموس ساتنې سمبول دي په خپل کلي او کور کې په آرامه ژوند نشي کولای، ستا هره ملي پروسه په پروژه تبدیلیږي نو تر کومه به د نورو څخه ددې بدبختیو د ورکولو لپاره هیلې لرو، تر کومه به مونږ ویده قوم یو، تر کومه به دغه غټ خیټي دلالان زمونږ په برخلیک لوبې کوي او تر کومه به زمونږ جنتي هیواد د اور په لمبو سوزي؟

یوه مدني انقلاب ته ضرورت دي، داسې انقلاب چې د تیرو کړنو څخه پکې عبرت واخلو، داسې انقلاب چې دغه مخربې کړئ رسواء کړو، داسې انقلاب چې د خاینو او هیواد پلورو برنامې ناکامه کړو، داسې انقلاب چې مونږ د درې رنګه انقلابي بیرغ تر سیوري لاندې سره راټول شو، ژبني، قومي او دیني تعصبونه پکې نه وي، ملي ګټې مو په نښه کړو او ټولې نړۍ ته دا وښایو چې افغانان د تیرې پیړۍ افغانان ندي چې هره پروژه ورباندې په پټو سترګو تطبیقیده  دلته فکر او عمل ژوندی شوی او د فکر په اساس به مونږ افغانان د سیالانو سیال ګرځوؤ.

سوله به مونږ په خپله راولو، اقتصاد به مونږ په خپله د پراختیا لپاره چمتو کوؤ، مونږ به خپله د ښوؤنې او روزنې لپاره زمینه برابرو، مونږ به په خپله د هیواد صنعت او زراعت ته وده ورکو او مونږ به یو چې افغانستان به د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په قطار کې دروؤ، خو دغو ټولو غوښتنو ته د رسیدو په خاطر باید په خپل ګریوان کې سر کښته کړو او داسې عمیق فکر وکړو چې په فردي ډول خپل مسولیتونه او دندې وپیژنو او په ټاکنو کې داسې معیار برابر کړو چې زمونږ ملي ګټې پکې خوندي شي.

اوسمهال په افغانستان کې دوه لویې مرحلې چې زمونږ لپاره برخلیک ټاکونکي دي د تیریدو په حال کې دي لومړی ولسمشریزې ټاکنې او دوهمه سوله ده دغه دوه بیلابیلې مرحلې دي چې مونږ او تاسې په دواړو مراحلو کې مسولیت لرو چې په سم ډول یې مدیریت کړو، کچیرې مو دغه دوه مرحلې په سم ډول مدیریت کړې نو افغانستان به دوه سوه کاله پرمختګ کړی وي او که خدای مکړه پښې مو پکې خطاء شوې نو بیا به مونږ د تیرې اولسمې لسیزې ته په شا تللي یو، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره باید داسې وړ شخص په ګوته کړو چې د هغه په وجود او راتګ سره مونږ په ټولیز ډول ستونزو ته د پای ټکی کیږدو، مونږ باید په امتیازاتو غلط نشو، د لنډ وخت لپاره باید په قدرت ونه غلولیږو، په غوړو وعدو او په کاذبه خندا د چا پوروړي ونګرځو، په عمیق او علمي ډول باید مخته لاړ شو او هغه څوک انتخاب کړو چې دا هیواد د زوال سره مخ نکړي او که مو بیا انتخاب کړ ګرم په خپله یو او له هیچا به نور د ګیلې حق نلرو.

دوهمه مرحله: د سولې پروسه ده په دغه پروسه کې مونږ او تاسې ګورو چې هره ډله او هر ګوند د پروژې په څير عمل کوي هیڅوک زما او ستا د درد احساس نلري، په سلګونه مرکزونه د سولې د راوستلو په موخه فعالیت کوي چې په تیرو اولسو کلونو کې یې هیڅ ډول لاسته راوړنه نده درلودلې بلکې ددغې پروسې د بدنامولو لپاره مومد واقع شوي، دلته هر فکر کار کړی خو پایلې یې ندي درلودلي، د میلونونو انسانانو وینې تویې شوې خو ملت ندي نابود شوی، بیا هم همدا مونږ یو چې د عمیق تفکر او مثبت انتخاب په وسیله کولای شو چې د ښې حکومتدارۍ له لارې د باثباته او تلپاتې سولې د راتګ لپاره زمینه برابره کړو.