ثاینه میرزا د شعیب ملک په سلیزه خوښي ښکاره کړې

له اوږدې مودې ورسته په یو ورځينۍ سیالۍ کې د شعیب ملک له سلیزي په کولو د هغه مېرمن او د هندوستان د ټينس ستورې ثانیه میرزا خوښي ښکاره کړې.
ثانیه میرزا په ټولنیزې رسنۍ ټوېټر لیکلي، د زمبابوې خلاف د شعیب ملک په سلیزه کولو زه د الله شکر ادا کوم، نوموړې وړاندې لیکلي د انسان هڅه خامخا رنګ راوړي، او د شعیب ملک په ښه لوبه کولو خوشاله ده.
هیره دې نه وي چې د پاکستان په ستر ښار د لاهور په قذافي کرکټ لوبغالي کې د درې ورځيني سیریز په لومړۍ سیالۍ کې شعیب ملک په ۷۶ توپونو ۱۱۲ منډې جوړې کړې چې دوه شپږیزې او دولس څلوريزې یې پکې وهلې وې، دا د شعیب ملک په یو ورځينۍ سیالیو کې اوومه سلیزه ده چې وهي یې.