ثنا میر له نړیوال کرکټ څخه رخصت شوه

د پاکستانۍ ښځينه کرکټ لوبډلې تکړه لوبغاړې ثنا میر له ۱۵ کلن کرکټ کولو وروسته د اپرېل په ۲۶ مه نېټه خپل تقاعد اعلان کړ.    ثنا میر به له دې وروسته د پاکستان لپاره نړیوال کرکټ نه کوي او یواځې به ښځينه سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي.

ثنا میر په ۲۰۰۵ م کال کې د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډله کې شامله شوه، هغې د پاکستان لپاره تر ۲۰۲۰ م کال پورې نړیوال کرکټ وکړ، چې دې برخه کې یې ۱۵۱ وېکټې واخېستې، په ۱۲۰ یو ورځنیو لوبوکې لوبېدلې، هغې په ۱۰۶ شل اوریزو لوبو کې یې ۸۹ وېکټې ترلاسه کړي دي.

نوموړې چې یوه الراونډره لوبغاړې وه، په یو ورځنیو لوبوکې یې ۱۶۳۰ منډې کړې وې او په شل اوریزو لوبوکې یې ۸۰۲ منډې کړي دي.

تېر کال نومبر میاشت کې هغې د انګلستان خلاف لوبو لپاره سفر کې هم ځنډ واخېست او د ۲۰۲۰ م کال ښځينه نړیوال جام کې هم د پاکستان لپاره ونه لوبېده.

هغې د پاکستان ښځينه کرکټ لوبډلې لپاره په ۷۲ یو ورځنیو لوبوکې لوبډلمشري کړې وه او د پاکستان لپاره یې یواځې ۲۶ لوبې ګټلې وې.