جاوېد اميرخېل او کرن خان د قندي کوچۍ په مړينه خپګان ښکاره کړى

د پښتو ژبې نوموتو هنرمندانو جاوېد اميرخېل او کرن خان د پښتو ژبې د نوموتې هنرمندې قندي کوچۍ په مړينه خپګان ښکاره کړى دى او د هغې روح ته يې دعا کړې ده.

 

مخکښ هنرمند جاوېد اميرخېل د قندي کوچۍ په اړه په خپله فېسبوکپاڼه يو پوسټ کړى دى او ليکلي يې دي چې قندي کوچۍ يې څومره پېژندله، نو هغه يوه درنه او په هنر مينه ښځه وه، چې په هنري نړۍ کې به يې ځاى د تل لپاره خالي وي.

 

((د قندي کوچۍ بي بي روح دې ښاده وي. څه موده مخکې يې رانه د يو کمپوز هيله کړې وه، ټوکې مې ورسره کولې چې اغلې کوچۍ زما کمپوزونه ګران دي ته يې نه شې ويلى، نو راته خندل يې. کوچۍ بي بي چې تر کومه ځايه ما پېژندله درنه او په هنر مينه ښځه وه، د هنر په دنيا کې به يې ځاى د تل لپاره خالي وي. روح دې يې ښاد وي، کورنۍ او د هنر مينه والو ته يې د جميل صبر غواړم.))

 

همدا راز مشهور هنرمند کرن خان يې هم په اړه په خپله فېسبوکپاڼه کې يو پوسټ کړى دى او ويلي يې دي چې د قندي کوچۍ مړينه د پښتو موسيقۍ لپاره يوه لويه خلا ده، چې د داسې سندرغاړې تشه به هېڅکله ډکه نه شي.

 

هغه ليکي: ((د تمامو پښتنو ولسي سندرغاړې قندي کوچۍ هم د ورپښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه. روح يې ښاد روح يې اباد. د پښتو ژبې دغې پياوړې سندرغاړې له تېرو څلويښتو کلونو راهيسې سندرې ويلې، چې ټولې يې په پښتو ژبه ويلي. کوچۍ د ټلويزيونونو پر مخ تل له افغاني جامې سره څرګنده شوې او ډېرى سندرې يې په کوچيانۍ لهجه له دريا (تمبل) سره دي.))

 

کرن خان په خپل پوسټ کې مخکې ليکي: ((پښتانه سندرغاړي او د پښتو موسيقۍ مينه وال د قندي کوچۍ مړينه د پښتو موسيقۍ لپاره يوه لويه خلا بولي او وايي د داسې سندرغاړې تشه به هېڅکله ډکه نه شي. زما کلونه وړاندې د محترمې قندي کوچۍ سره په دوبۍ کې ليدل شوي و چې راسره ګران ورور ملګرى ملک حشمت خان، زمان چغرزى، حاجي نسيم او ملګري موجود و. په هغه شپه هم راته محترمې قندي کوچۍ د دريا (تمبل) سره يو څو ټپې په خپله لهجه کې ووې. ياد يې په خېر. الله دې د خپل ساده خوي او اخلاص په برکت وبخښه.))

د يادولو وړ ده چې د پښتو ژبې دا نوموتې او محلي سندرغاړې قندي کوچۍ تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوې ده، چې مينه وال يې هم په مړينه ډېر خپه دي.

کاپي هنرستان…