جاوېد فېصل:د افغانستان متحدین باید داسې خبرې ونه کړي، چې وسله والو ته مرستندویه تمامېږي

د افغانستان د ملي امنیت شورا د افغان سولې لپاره دامریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هغو څرګندونو ته په ځواب کې وایي چې ویلي وو، د کابل او ننګرهار بریدونه داعش ډلې کړي، نه وسله والو طالبانو، اوس جاوېد فېصل ویلي، چې د افغانستان متحدین باید له دا ډول څرګندونو ډډه وکړي چې په یو ډول نه یو ډول له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په داسې حال کې پرمتحدینو غږ کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پخپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي چې د کابل د دشت برچې بر سل بستریز روغتون برید داعش کړی او دغه ډله غواړي چې په ورته بریدونو سره د افغان حکومت او طالبانو د سولې د رامنځته کېدونکې هوکړې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د افغان حکومت د معلوماتو له مخې د دشت برچې پر روغتون برید د طالبانو کار دی ځکه طالبانو تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورته بریدونو مسؤلیت منلی و. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند زیاتوي که چیري د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی داسې اسناد په لاس کې ولري چې په دشت برچي کې پر سل بستریزو روغتون برید طالبانو نه بلکې داعش کړی دی په دې اړه اسناد دې د افغانستان له خلکو او حکومت سره شریک کړي. جاوید فیصل زیاته کړه چې وسله والو بېګناه ملکي افغانان وژلي او د افغانستان ملګري باید د تروریستانو «وحشتونو» ته برائت ورنه کړي. هغه وویل چې طالبان هم د افغانستان او هم د هغوی د ملګرو لپاره ګډ ګواښ دی او د افغانستان نړیوال ملګري باید په دا ډول تبلغاتو کې ښکېل نه شي.