عامې روغتیا وزارت وایي چې جاپان له افغانستان سره د ښځو او ماشومانو د روغتیا په برخه کې ۷ میلونه ډالره مرسته کړې .
یاد وزارت پرون کابل کې د جاپان د سفیر میتسوجی سوزوکا له قوله ویلي چې دغه مرسته به افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته د تیتانوس او فلج ناروغیو د واکسینونو په رانیولو ولګول شي .
د عامې ورغتیا وزارت وایي چې سږ کال د فلج ناروغۍ ډیری پېښې په قندهار او ارزګان ولایتونو کې موندل شوي دي
جاپان له ۲۰۰۱ م کال راپدېخوا له افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې ۶.۶ ملیارده ډالره مرسته کړې ده