جاپان کې دوه چاودنې وشوې

د جاپان هېواد په اتسنومیا ښار کې دوه چاودنې شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

اوتسنومیا د پلازمینې توکیو شمال ته موقعیت لري.

پولیس وايي، له چاودنو سره هممهاله په پارک کې دوو موټرو هم اور اخیستی دی.

یوډو خبري اژانس وايي، چاودنو په نږدې پارک کې کلتوري پروګرام جوړ شوی و.

په سیمه کې یو عیني شاهد وايي، ‘د زورورې چاودنې’ غږ یې واورېد او بیا یې د باروتو بوی تر سپږمو شو.