جبري مطالعه!

دادمحمد ناوک

 

یوه پوښتنه چې ډېر وخت ورسره مخ شوی یم، د ښوونځي د زده کوونکو او د پوهنتون د محصلانو له لورې ډېره مطرح کېږي، دوی وايي نه پوهېږي چې ازاده مطالعه کې هیڅ تنګي نه احساسوي او د حجم په لحاظ غټ کتابونه پرلپسې لولي، خو د ازموينې لپاره څو پاڼې چپټر یا د ښوونځي څو مخه کتاب نه شي لوستلی، یا يې خورا په زړه تنګۍ لولي، ولې؟

 

موږ که مطالعه کوونکي کټه ګوري کړو او له مطالعې نه خپله موخه راته معلومه وي، بیا ښايي دې پوښتنې مناسب ځواب پیدا کړی شو، د ښوونځیو زده کوونکي، شعري ټولګي، لنډې کیسې او ناولونه ښه لولي او د پوهنتون محصلان بیا د ټولنپوهنې، ادبیاتو، حقوقو، د ښځو او نورو مسائلو اړوند پراخه مطالعه په اسانۍ کوي، د دې علت دا دی چې دوی د مطالعې په وخت کې حفظ نه کوي، د کتاب لوستلو په وخت دا نه احساسوي چې څه لولي کټ مټ يې پوښتنه کېږي او باید کټ مټ يې په دومره وخت کې تر یو چا ورسوي، کله چې لوستونکی له دې فشارونو خلاصېږي نو کوم دروندوالی نه احساسوي.

 

د نصاب د کتابونو مطالعه ځکه سخته تمامېږي چې موږ مطالعه نه کوو، بلکې حفظ کوو، ولې؟ ځکه، چې د ازموینې په پارچه کې هغه څه را نه غواړي چې په هدې کتاب/چپټر کې راغلي دي، که زموږ تدریسي سیستم داسې وای چې له زده کوونکي یا محصل نه یوازې د درس مفهوم غوښتل کېدلی یا هم شته تدریسي مواد دوی ته یوازې کومکي مواد وای او دوی خپل فکر او پلټنې ته پېښودل کېدلی بیا دومره تنګوالی نه راته.

 

نو له ازادې مطالعې زموږ موخه دا ده چې پخپله خوښه، پخپله ژبه، پخپل ځای کې له دې کتابه یو څه واخلم، داسې چې هضم يې کړم، نه دا چې حفظ يې کړم، خو د تدریسي کتابونو له سخت نثر سره سره ځان مجبور احساسوو، چې باید حفظ يې کړو او دومره سم يې حفظ کړو، چې ان نمبرې پرې واخلو.

نو څنګه يې اسانولی شو؟

د دې لپاره چې د تدریسي کتابونو له مطالعې سره ستړي نه شو، ښايي دا نکتې مو مرسته وکړي:

۱- د تدریسي کتاب د مطالعې لپاره باید وخت محدود نه شي، ښه ده چې د ټول تدریسي کال په جریان کې برخې برخې مطالعه شي، که ټول کتاب یوازې د ازموینې په څو محدودو ورځو کې مطالعه کوو، سخت تمامېږي.

 

۲-  باید هڅه وکړو، چې د کتاب د حفظ پر ځای، کتاب ولولو؛ يو ځای مې لوستي و، مطالعه لکه خواړه چې په بدن کې هضمېږي باید دغسې هضم شي، نه دا چې کټ مټ حفظ شي، دغسې هضمېدل بیا هغه وخت ذهن ته راځي چې کله د هضم شوې موضوع اړوند له پوښتنې سره مخ شو.

 

۳- که وکولی شو، ښه ده چې تدریسي کتاب/چپټر هم په تنقیدي نظر ولولو، دې سره به موږ د کرښو او نثري سبک پر ځای نېغ له موضوع سره تړلي واوسو او موضوع به هم داسې نه راته برېښي چې د کاڼي کرښه ده، بلکې له کتاب سره به یو ډول بحث او جدال پر مخ وړو.

 

۴- پرلپسې، مقیده او حتمي مطالعه مو ستړي کوي، نو ځکه باید د تدریسي کتابونو د مطالعې پر وخت هم کله کله تفریح وکړو، لوبې وکړو او په ارام او هوسا ذهن بیا پیل پرې وکړو.

 

۵- داسې فکر وکړو، چې دا کتاب زه ځکه لولم، چې بیا په ټولګي کې له کتاب پرته په همدې موضوع ملګرو ته وغږېږم، دا ډول فکر مو لا ځير کوي او په دې توانېږو چې په موضوع کې ډېرې مهمې نقطې یا یادې کړو یا يې له ځان سره نوټ کړو.

 

۶- ښه ده چې د هرې موضوع له خلاصېدو وروسته، کتاب بند او له ځان سره فکر وکړو، چې څه مې ولوستل، ممکن له څو پاڼو یوازې څو پراګرافه ذهن ته راشي، دا بریا ده.

۷-  مهمه دا ده چې د مطالعې پر وخت حافظ نه؛ بلکې مفکر واوسو!