جرمني منلي چې په عراق کې د داعش ۲ نورې مشکوکې غړې هم جرمنیانې دي

 

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت منلې ده چې په عراق کې د هغو نیول شویو مېرمنو په ډله کې چې د داعش د ښځینه غړو شک ورباندې کېږي، دوه نورې هم جرمنیانې دي.

دغه وزارت وایي، دا مېرمنې وروسته له هغه وپېژندل شوې چې په بغداد کې د جرمني سفارت د عراق په موصل ښار کې دغه مېرمنې ولیدلې.

د عراق امنیتي ځواکونه وایي، وروسته له هغه چې موصل ښار یې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله‎والو څخه تصفیه کړ، په همدې ښار کې یې د ښځینه جنګیالیو یوه شل کسیزه ډله نیولې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په دې تائید سره نیول شوې ډله کې د جرمن مېرمنو شمېر څلورو ته ورسېدې.

جرمن چارواکو تر دې وړاندې منلې وه چې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ چې نوم‌یې لېندا ‌ډبلیو «Linda W» او یوه بله جرمن مېرمنه هم په همدې مشکوکې ډلې کې شته.

جرمن څارنوالانو د جولای پر ۲۴ ویلي وو چې دوی پر دې تحقیق کوي چې لېندا د یوه بهرني ترورېستي سازمان غړې ده که نه؟

د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی لېندا وروسته له هغه چې یو کال دمخه د اسلام دین ته واوښته او بیا له کوره وتښتېده، اوس پر خپلې پرېکړې پښېمانه ده او غواړي چې بېرته خپل کور او کورنۍ ته ستنه شي.