جـلال اباد ښار زیتونو فـابریکې ته څېرمه چاودنه شوې

د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند زیتونو فابریکې ته څېرمه پر یو رینجر موټر د سړک پر غاړه ایښودل شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عیني شاهدانو انعکاس ته وویل، په دغې چاودنه کې یو ریکشا چلونکی او یو پولیس وژل شوي او دوه نور عام وګړي ټپیان شوي دي.

ښار میشتي وایي په دې وروستیو کې یو بیا جلال اباد ښار کې چاودنو او هدفي وژنو زور اخېستی چې دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.

دوی پر امنیتي مسؤلینو نیوکه کوي، چې د جلال اباد ښار په امنیت راوستلو کې پاتې راغلي دي.