په جلال اباد کې په پرديو ژبو ليکل شويو لوحو او غير اخلاقي فلمونو مخنيوي کمپاين پيل شو
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رييس شېرشاه همدرد او د دې ولايت امنيتي ادارو په ګډه په جلال اباد ښار کې په پرديو ژبو د ليکل شوو لوحو او مبتذلو فلمونو د مخنيوي کمپاين پيل کړ.
د ننګرهار رسنیز دفتر وايي: د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئيس شيرشاه همدرد وايي، چې دغه قدم يې په ليکنيزه توګه د خپلې ژبې د دودولو او د ټولنې د اصلاح په موخه پیل کړ.
نوموړي وويل، چې دا کمپاين د نورو کمپاينونو سره توپير لري او داځل به په جدي ډول دښار ټولې لوحې اصلاح کړي او دغيراصلاحي فلمونو او پر ريکشو لګول شوي انځورونه په بشپړه توګه لمنځه يوسي.