جلال اباد ښار د چپرهار زړې هډې ته څېرمه چاودنه شوې

دریم تعقیب

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د جلال آباد ښار چپرهار زړې هډې ته څېرمه د نازیانو ولسوالۍ د پاڅونوالو د مشر ملک دهقان پر موټر چسپکي ماین چاودنه شوې، چې یو تن په کې وژل شوی اوشل نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

دویم تعقیب

څو شیبې وړاندې جلال اباد ښار کې چپرهار زړې هډې ته څېرمه د نازیانو ولسوالۍ د پاڅونکوونکو پر مشر ملک دهقان په موټر چاودنه شوې، د معلوماتو له مخې پېښه کې څلور تنه ټپیان شوي دي.