نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې د دولت جوړونې د ټيم د يوه ځايي انتخاباتي دفتر مخې ته چاودنه شوې.
د ياد انتخاباتي دفتر مشر محمد ابراهيم زمان وايي، چاوديدونکي توکي د دفتر مخې ته په يو لختي کې ځاى پر ځاى شوي وه او د ريموټ په واسطه چاودنه ورکول شوې.
هغه وايي، د چاودنې پر مهال دفتر کې د ولسي خلکو ټاکنيزه غونډه روانه وه.
نوموړى وايي، په چاودنه کې د دوى يو امنيتي ساتوونکى سخت ټپي شوى.
د ننګرهار د امنيه قومندانۍ وياند مبارز اتل هم پېښه تائيدوي او وايي، د چاودنې له امله يو ټپي د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوى.
د دې چاودنې مسوليت تر اوسه چا نه دى منلى.