جلال اباد ښار کې د احتکار په تور یو شمېر د اوړو سرایونه وتړل شول

د کرونا ویروس خپرېدو وېرې له امله د سوداګریزو لارو بندېدو سره سم یو شمېر ښاریان شکایت کوي، چې سوداګرو او هټیوالو د توکو په نرخونو کې لوړالی راوستی.

دوی وایي، سوداګر د خپلو ګټو په غم کې دي او سر له اوسه یې په احتکار لاس پورې کړی او د لوړو بیو لپاره یې د توکو په ذخېره کولو پیل کړی.

په ورته مهال د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل بیا پر خپله فیسبوک پانه لیکلي، چې که هر چا په دغه ستونزمن حالت کې احتکار وکړ او یا یې موجوده مالونه په لوړو قیمتونو وپلورل، دوکانونه او عمده فروشي به یې تر هغې بندې وي چې د کرونا خطر نه وي ورک شوې او همدغه اشخاصو ته به د احتکار دوسیه هم جوړیږي.

همدا راز د ښاروالۍ مسوولینو بیا جلال اباد ښار کې یو شمېر هغه سرایونه وتړل، چې د ډېرې ګټې په موخه یې د خوراکي توکو د زېرمه کولو هڅه کړې وه.