د ننګرهار ولایت رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د غير معياري درملو يوه کار خونه وتړله.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د يادې کار خونې يو تن مسئول هم نيول شوی، چې تر لومړنيو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شي.