جلال اباد ښار کې د لسګونو شنو ونو پرې کوونکي نیول شوي دي

د ننګرهار ولايت رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې مرکز جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند منار جومات سيمه کې د لسګونو پرې شويو ونو عاملين نيول شوي او د قانوني اجراتو په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شي. د دې ولايت د چاپېريال ساتنې او ښاروالۍ ادارو مسئولين وايي، چې د شنو ونو پرې کوونکي يې وسايلو سره يو ځای نيولي دي. په ورته مهال د ننګرهار ولایت پچير اګام او هسکې مېنې ولسواليو کې هم چاپيرياليزې سرغړونې شوي، چې د مسوولینو په خبره، عاملينو سره به يې د قانون له مخې اجرات وشي. د چاپېریال ساتنې اړوندو قوانینو او د جزا کوډ له مخې ټولګټو ځايونو پورې اړوند د ونو پرې کول او شنې ساحې له منځه وړل جرم ګڼل کیږي.