جلال اباد ښار کې نامعلومو وسله والو یو کس په ډزو وواژه

نامعلومو وسله والو نن ماښام شاوخوا پنځه نیمې بجې د جلال آباد ښار دویمې حوزې اړوند اطفایې کوڅې ته څېرمه ګنبدي جماعت مخې ته یو تن په ډزو وژلی. په سیمه کې امنیتي سرچینو انعکاس ته ویلي، له پېښې وروسته پولیسو د وژل شوي تن قاتل نیولی دی؛ خو د هویت په اړه یې تر دا مهاله څه نه دي ویل شوي.