جلال اباد ښار کې نا معلومه وسله والو دوه کسان په ډزو وژلي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار بهسودو اړوند زړې څارونوالۍ سیمه کې د استناف محکمې دوه اداري کار کوونکي چې دندې ته روان وه؛ د نامعلومه وسله والو له لوري پرې ډزې شوي او دواړه وژل شوي دي.
د سرچینې په وینا چې وژل شوي دواړه د استناف محکمې اداري کار کوونکي وو
د دغې پېښې عاملین په تېښته بریالي شوي دي.