عیني شاهدانو انعکاس ته وویل نن مازیګر شاوخوا څلور بجې جلال اباد ښار کې عیدګاه جومات ته څېرمه ناپیژنده وسله والو یو تن پر ډزو وژلی دی.
د ملي امنيت منسوبين وايي، چې د پېښې پر مهال له پولیسو څخه يوې ريکشا هم تېښته کړې وه چې پولیسو پرې هوايي ډزې کړي دي او ريکشا چلوونکی نيولی دی.