چهارشنبه , 15 مې 2024

جلال اباد ښار کې پنځه هټيوال د کلدارو په اخیستو ونيول شول هټۍ يې وتړل شوې

د ننګرهار ولایت د خبر پانې له مخې هغه پنځه تنه هیټوال چې کلدارې به یې اخیستې د قانون څخه د سرغړونې کوله دوکانونه یې وتړل شول دوی ونیول شول.

د افغانيو دودولو په موخه د ولايت مقام اداري مجلس تصويب شوي حکم له مخې څوک چې لومړي ځل لپاره د کلدارو په اخیستو ونيول شي د يوې ورځې لپآره يې هټۍ تړل کيږي او مشتري په ضمانت ازادېږي.

د دويم ځل د کلدارو په اخیستو چې ونيول شي، درې ورځې، او د درېيم ځل نيول کېدو په صورت کې يې پنځه ورځې هټۍ تړل کيږي او په څلورم ځل ترې د کار جواز اخیستل کيږي.

د مجازاتو قانون د موټر چلوونکو، لاسي پلورونکو او نورو کاروباريانو لپاره يو ډول دی.

ننګرهار مېشتې کولی شي، چې د افغانيو چلند په برخه کې هر ډول ستونزه د ولايت ۱۶۰ شمېرې سره شريکه کړي، ترڅو د کمیسون غړي د ستونزې حل په موخه رسيده ګي وکړي.