جلال اباد ښار کې خلکو او مدني فعالانو د لومړنیو پایلو د اعلان پر مهال د ډاکټر محمد اشرف غني د مخکښۍ په پار خوښیانې څرګندې کړې
د جلال اباد ښار په واټونو کې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په پار ډېری عام خلک او د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم پلویان سړکونو او واټونو ته راووتل او د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان په ترڅ کې یې د محمد اشرف غني په بري سره خوښۍ ښکاره کړې.
په دغو خوښیو کې دوی د (ژوندی دې وي اشرف غني بابا) شعارونه ورکول او د هغه د بري په صورت کې یې خپلې خوښۍ ونمانځلې.