جلال اباد ښار کې یو کس د ناپېژنده وسله والو له لوري ټپي شوی .

نن سهار شاوخوا ۷ نیمې بجې جلال آباد ښار ډنډ غاړې ته څېرمه ناپيژنده وسله والو د بهرام خان په نوم د اطفایې په یوه کارکوونکي ډزې وکړې او ټپي یې کړ.

عیني شاهدان وایي، د پېښې عامل په تېښته بریالی شوی دی.

په دې وروستیو کې جلال آباد ښار کې هدفي وژنو او غلاو بیا زور اخیستی، چې ښار مېشتي وایي دوی ورته ډېر اندېښمن دي او په خبره یې امنیتي چارواکي یې په نیولو کې پاتې راغلي دي.