چهارشنبه , 15 مې 2024

جلال اباد کې صفردوه قطې لخوا دوژول شو ورونوغمرازۍ لپارشمعې بلې شوي

جلال اباد ښار پښتونستان څلور لاري کې ګڼ شمېر ځوانانو د صفر دوه قطعې ځانګړو ځواکونو له لوري د تېرې  پنجشبې شپې عملياتو پر مهال چې د دې ښار څلورمه ناحيې مجبور اباد سيمه کې تر سره شوي وو او د عملياتو پر مهال څلور ورونه پکې وژل شوي وو په همدې موخه د ولایت مخې ته د يادو څلورو ورونو د غمرازۍ لپاره شمعې بلې کړې.

راټول شويو ځوانانو او يو شمېر چارواکو په یاده موضوع کې د ښکېلو کسانو د نيولو غوښتنه وکړه او ګواښ يې وکړ، که د وژل شويو څلورو ورونو قضيه په سمه توګه ونه څېړل شي او عاملين يې د قانون منګلو ته ونه سپارل شي، نو په راتلوونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به ګډون ونه کړي.