چهارشنبه , 15 مې 2024

جمهوررئیس غني: ناکامورا طرحې  په ټولو ولایتونو کې عملي کېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د « Japan Peace Medical Services» موسسې کارکوونکو او د شهیدانو ورثې سره په کتنه کې د ډاکټر ناکامورا د طرحو د تطبیق پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دغه کتنه کې چې نن مازدیګر په ارګ کې وشوه په پیل کې د « Japan Peace Medical Services» موسسې مرستیال ضیاالرحمان د افغانستان د جمهوررئیس له لوري د ډاکټر ناکامورا جنازې ته د درناوي په پار جمهوررئیس غني ته د ډاکټر ناکامورا د کورنۍ او یادې موسسې د غړو قدرداني څرګنده کړه.

د یادې موسسې مرستیال همدا راز د هغو پروژو پر کاري دوام چې د ډاکټر ناکامورا له لوري پر مخ بېول کېدې، هر اړخیز معلومات ورکړل.

همدا راز د ننګرهار په هغه تروریستي برید کې چې د یادې موسسې د رئیس ډاکټر ناکامورا او یو شمېر کارکوونکو دوژلو لامل شوه، د قربانیانیو د ورثې یو تن د یادو شهیدانو ورثې ته د دولت د پاملرنې غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني په ننګرهار کې د هغه تروریستي برید د قربانیانو کورنیو سره د بیاځلي غمشریکي پرمهال چې د ډاکټر ناکامورا د وژلو په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال هم ورسره شهیدان شول وویل، د یادو څلورو شهیدانو کورنیو ته د استوګنې د څلورو اپارتمانونو د وېش حکم صادر شوی دی.

جمهوررئیس په ختیځو ولایتونو کې د ډاکټر ناکامور او « Japan Peace Medical Services» موسسې د کارکوونکو فعالیتونو څخه په ستاینې وویل، په لویه پکتیا او کابل ولایتونو کې به د ځنګلونو او سمسورتیا په برخه کې د ډاکټر ناکامورا له طرحو او برنامو استفاده وشي او له یادې موسسې څخه یې په همدې اړه د منظمې طرحې د ترتیبولو غوښتنه وکړه.

په همدې ترتیب جمهوررئیس غني په ننګرهار کې د ډاکټر ناکامورا او د یادې موسسې شهیدانو ته د درناوي په پار د افغانستان د پوهنتونونو د محصلینو  هغه تندیس چې د ډاکټر ناکامورا په څېره یې ښکلی او جمهوررئیس ته یې ورکړې وو، د دغې موسسې کارکونکو ته ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کړ.