جمهوررئیس غني د ژاک شیراک پر مړینه خپله ژوره خواشیني وښوده

له ارګ څخه په خپره شوې، خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبه مازدیګر په کابل کې د فرانسې سفارت ته ولاړ او د فرانسې د مخکېني جمهوررئیس ژاک شیراک پر مړینه یې د خپل تسلیت او ژورې خواشینی مراتب وړاندې کړل.

جمهوررئیس او د هیواد لومړۍ مېرمن د ژاک شیراک په یاد په هغه کتاب کې چې په همدې موخه د فرانسې په سفارت کې اېښودل شوی وو، د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د خپلې همدردۍ او تسلیت مراتب ولیکل.

جمهوررئیس غني، ژاک شیراک د نړۍ د مطرح او مخکښو سیاستوالو له ډلې وباله او د فرانسې لپاره یې د نوموړي خدمتونه وستایل.