جمهور رییس غني په جاپان کې له NHKWORLD رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، افغانستان مهمه حلقه ده چې منځنۍ اسیا له سویلي اسیا سره وصلوي.
نوموړي زیاته کړې: “زمونږ لیدلوری دا دی چې افغانستان په سیمه کې د انرژۍ د سوداګرۍ په مرکز بدل شي. مونږ د تجدید وړ انرژۍ، ښوونیز نظام او بشري پانګې په برخو کې د جاپانیانو د پانګونې غوښتونکې یو.”
دا په داسې حال کې ده، چې جمهور رییس غني (یکشنبه ۲۰ اکتوبر) د امریکا له دفاع وزیر سره تر کتنې وروسته جاپان ته په سفر ولاړ.