جنرال جوزف : په پاکستان کې د وسله والو شتون د ټرمپ تګلاره ناکاموي

که په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه لاړ نه شي د ټرمپ تګلاره به ناکامه شي.

د امریکا یوه لوړپوړي پوځي چارواکي ویلي، تر هغه چې په پاکستان کې د ترهګرو ځالې شتون ولري د ټرمپ تګلاره به بریالۍ نه شي. جنرال جوزف ډانفورډ د امریکا د سنا جرګې د مسلحو قواوو کمیټې ته په وینا کې ټینګار کړی، چې په پاکستان کې د وسله والو ډلو شتون یاده تګلاره د ناکامۍ پر لور بیولی شي. د ده په خبره د واشنګټن د تګلارې بریا په پاکستان کې د ترهګرو د مرکزنو له منځه وړلو سره نږدې اړیکه لري. ډانفورډ ویلي، چې سپينه ماڼۍ او متحدین یې باید له اسلام اباد څخه په جدي توګه غوښتنه وکړې، چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو له ملاتړ په شا شي.