جنرال خوشحال سعادات له دندې ګوښه شو

د کورنیو چارو وزارت یوې معتبرې سرچینې، بي بي سي ته ویلي، چې د دغه وزارت لوی امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سعادات له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې ډګر جنرال عبدالصبور قانع په دنده ګومارل شوی دی. یاد وزارت د ښاغلي سعادات د لېرې کېدو لامل نه دی روښانه کړی؛ خو په وینا یې په نږدې راتلونکي کې به د دغې موضوع جزیات رسماً اعلان شي. ښاغلي قانع له دې وړاندې د یاد وزارت د مرستیالۍ دنده مخته بېوله.

د کورنیو چارو وزارت څخه یو شمېر نورو سرچېنو بیا رسنیو ته ویلي، چې خوشال سعادات اوس په ملي دفاع وزارت کې د پوځ د ښوونې او روزنې د معین په توګه ګمارل شوی دی.