د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه مرستیال عطاالرحمان سلیم اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي دي چې ښایي د حکومت او حزب اسلامي د ډلې تر منځ د سولې تړون نن د یکشنبې په ورځ نهایي شي.
پدغه تړون د تیرو دوه کالونو راپدیخوا کار کیده. د حزب اسلامي د ډلې یوه جګپوړي استازي امین کریم بیا ویلي دي چې جمهور رئیس اشرف غني به هم دغه تړون ډیر ژر لاسلیک کړي.
دا چې د دې تړون نهایي کیدل به په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي راکمولو سره څومره مرسته وکړي؟
د همدې موضوع په اړه زمونږهمکار د سیاسي مسایلو له څیړونکي استاد خوشال جواد سره مرکه کړې او په سر کې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د خبرو بریالي کیدلوپه اړه نظروړاندي کوې؟
دلته یې بشپړه مرکه واورئ.