جواد:ملګري ملتونه باید وروستی پریکړه لیک نوره هم جدي کړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تیره شپه د رایو په اتفاق سره یو پریکړه لیک تصویب کړ چې په کې د شخړو له ټولو خواوو غوښتل شوي ترڅو د روغتیايي مرکزونو خوندیتوب او د روغتیايي کارکوونکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

د یوې ترسره شوې تازه څیړنې له مخې په تیرو درېیو کلونو کې په ۱۱ هېوادونو کې پر ناروغانو، صحي پرسونلو صحي مرکزونو او امبولانسونو ۲ زره او ۴ سوه بریدونه شوي دي.

دا چې د امنیت شورا وروستي اقدام به د روغتیایي مرکزونو کارکوونکو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلي په مخنیوي کې څومره مهم ثابت شي؟

په همدې اړه زمونږ همکارزبیح الله شینواري په ننګرهار کې د چارو له کارپوه استاد خوشال جواد سره مرکه کړې اوپه سرکي یي تري پوښتلي چي دوي د ملګروملتونو دغي پریکړي ته په کوم نظر ګوري؟