جواد: په جګړه کې ښکیلې غاړې باید د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي

د سيمه يزو مطالعاتو انیسټیټیوت راپور خپورکړی چې په ۲۰۱۵ کال په افغانستان کې ملکي وګړو ته ډیره مرګ ژوبله اوښتې او پړه یې په وسله والو طالبانو اچولې.

دا لومړی ځل نه دی د ملکیانو مرګ ژوبله زیاته شوې، بلکې له دې وړاندي هم د ملکي وګړو د زیاتې مرګ ژوبلي په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

دا چې په جګړه کې دعامو خلکو د ژوند د خوندیتوب په اړه نړیوالو کوم حقوق وضع کړي؟ په همدې اړه زمونږ همکار محمدزمان سهیل له استاد خوشحال جواد سره خبرې کړي، او په سرکې یې پوښتنه کړې چې د جګړې پر وخت د ملکیانو د ژوند خوندیتوب په اړه د حکومت او یا په نړیوالو حقوقو کې کوم معیارونه شته یا نه؟