جيکي چن خپله شتمني خپل زوى ته ولې نه ورکوي؟

د هانګ کانګ اوسېدونکى مشهور اداکار، مارشل ارټسټ او پروډيوسر جيکي چن چې نوم يې د نړۍ په هغه اداکارانو کې راځي چې په فلمونو کې د کار په بدل کې ډېرې زياتې پېسې اخلي.

د مشهورې مجلې فوربز د يو راپور په وېنا، جيکي چن د ٢٠١٩ کال د جون مياشتې څخه بيا د ٢٠٢٠ کال د جون مياشتې پورې ٤٠ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي و.

خو ايا تاسې ته معلومات شته، چې يوه لسيزه مخکې جيکي چين له يو ټلويزيون سره په خپله مرکه کې دا اعلان کړى و، چې هغه خپله ٣٥٠ ميليونه امريکايي ډالر شتمني خپل زوى جيسي چن ته نه ورکوي بلکې دا به د هغه له مړينې وروسته خېرات شي.

 

د راپورونو په وېنا، جيکي چن په خپله مرکه کې ويلي و، چې که زما زوى جيسي د دې وړتيا لرله نو هغه به په خپله پېسې وګټي او که نه نو يوازې به زما پېسې ضايع کړي.

 

د يادولو وړ ده چې جيکي چن له جون لين سره په ١٩٨٢ کال کې واده کړى و، چې له واده وروسته د دواړو يو زوى وزېږېده چې اوس اداکار او سندرغاړى دى.

کاپي…